یوناما ۱۱ ولایتونو کې د ښځو د طبي موسسو د بیا پرانستلو په اړه د طالبانو د پرېکړې هرکلی وکړ

AP ۱۴۰۲ کب ۳

په کابل کې د ملګرو ملتونو ادارې د طالبانو د دې پرېکړې هرکلی وکړ چې له دولسم ټولګي فارغې نجونې په ۱۱ ولایتونو کې په روغتیايي موسسو کې نوم لیکنه کولی شي.
یوناما ویلي، دغه اقدام د ښځو د روغتیايي ستونزو د حل په برخه کې یو ګام دی، خو ښځې متوسطه او او لوړو زدکړو ته هم اړتیا لري.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په دې وروستیو کې په یوه لیک کې په ولایتونو کې د دې ډلې له عامې روغتیا ریاستونو غوښتي، چې په روغتیایي برخو کې د هغو نجونو د جذبېدو بهیر پیل کړي چې له دولسم ټولګي فارغې دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ور کړی، چې د هېواد په یوولسو ولایتونو کې له دولسم ټولګي د فارغو نجونو د جذب بهیر پیلیږي.
د دغه راپور له مخې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت دغه لیک د کاپیسا، پروان، پنجشیر، میدان وردک، غزني، پکتیکا، لوګر، خوست، بدخشان، بامیان او پکتیا ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو ته استولی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او پوهنتونونو ته يې د نجونو پر تګ هم بنديز لګولى دى.

نور خبرونه

رادیو