د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، جنسیتي توپیر باید د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه وپېژندل شي

AP ۱۴۰۲ کب ۲

د ملګرو ملتونو کارپوهان په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته په کتو غواړي، چې د جنسیت توپیر د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه وپېژندل شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي:« جنسیتي توپیر یوازې یو نظري امکان یا قانوني جوړښت نه دی؛ بلکې په ټوله نړۍ کې د مېلیونونو ښځو او نجونو لپاره یو ریښتینی ګواښ او ژوندی واقعیت دی. دا هغه حقیقت دی، چې دا مهال په نړۍوال قانون کې په ښکاره توګه نه دی تایید شوی.»
دغه کارپوهان وایي، د دولت قوانین، پالیسۍ او کړنې ښځې خورا نا انډوله او ظالمانه شرایطو ته اړویستې دي.
دوی خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د طالبانو فرمانونه، تګلارې او کړنې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض، ظلم او تسلط یو بنسټیز سیستم جوړوي، چې د جنسیتي توپیر په مانا ده.
کارپوهانو وویل:«د طالبانو واکمني په نړۍوالو قوانینو کې د جنسیتي توپیر موضوع ډېره اړینه کړې ده؛ ځکه چې دا به نړۍوالې ټولنې ته اجازه ورکړي، چې په افغان ښځو او نجونو د رژیم بریدونه په ښه توګه وپېژني او ورته رسېدنه وکړي.»
د ملګرو ملتونو کارپوهان د بشري جنایتونو د سزا د مسودې د دویمې مادې پر بنسټ جنسیتي توپیر د بشر پر وړاندې د جنایت په نامه د شاملولو غوښتونکي شول، چې دا مهال د ملګرو ملتونو د عمومي مجلس په شپږمه کمېټه کې تر ارزولو لاندې ده.
دوی وویل:« هغه مقالې چې اوس‌مهال تر غور لاندې دي یو ځانګړی، مهم او حیاتي فرصت برابروي، چې د جنسیتي توپیر پر وړاندې اقدام وکړي.»
دغه کارپوهانو د عمومي اسمبلۍ له غړو او څارونکو هېوادونو وغوښتل، چې په نړۍواله کچه د بشریت پر وړاندې د جنابت په توګه د جنسیتي توپیر له رسیمت پېژندلو ملاتړ وکړي.

نور خبرونه

رادیو