اوچا: د نورستان په پېښه کې ۲۱ کسان مړه شوي او ۱۸ کورونه ویجاړ شوي دي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره «اوچا» وایي، چې په نورستان ولایت کې د یکشنبې په ماښام د درنې واورې ورېدو له امله د ځمکې ښویېدنې په پېښه کې ۲۱ تنه مړه شوي او ۱۸ کورونه ویجاړ شوي دي.
اوچا د چهارشنبې په ورځ د کب په دویمه په اېکس پاڼه د خپلو بشردوستانه شریکانو له قوله لیکلي، چې په دغه پېښه کې ۳۰ کورونه په جزوي توګه ویجاړ شوي او ۲۵۰ نور بیا له لوړ ګواښ سره مخ دي.
د اوچا په وینا، په سیمه کې د ارزونې او ځواب ورکولو هڅې لاهم روانې دي.
ورته مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس هم خبر ورکړی، چې د کونړ_نورستان لویه لار د ټرافیکو پر مخ خلاصه شوه.
له بل پلوه د دغه اژانس په یوه بل راپور کې د لغمان د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ریاست مسوولینو په حواله راغلي، چې د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د غره ښویېدنې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۸ ته لوړ شوی دی.
په لغمان ولایت کې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي مشر خیرمحمد غازي ویلي:« د خلکو او امنیتي مسوولینو په مرسته تراوسه ۱۸ مړي او ۲ ټپیان راویستل شوي او لا هم ترتېږو لاندې د اېسارو کسانو د موندنې لپاره هلې ځلې روانې دي.»
په دغو مړه شویو کسانو کې د لغمان د فراجغان درې اوسېدونکي هم مړه شوي او یو تن یې بیا ټپي شوی دی.