د اروپايي ټولنې استازی: ډېری هېوادونه په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتونکي دي

AP ۱۴۰۲ کب ۲

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، د قطر غونډه کې د اسلامي هېوادونو په ګډون د ډېرو هېوادونو استازو د نجونو او ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.
د توماس نیکلسون په وینا، په دې غونډه کې د ښځو او نجونو د زدکړو او کار د حقونو د خوندي کولو غوښتنه ډیره مطرح شوه.

ښاغلي نیکلسون نن په اېکس کې لیکلي، چې په دې غونډه کې ولیدل شول چې لا هم د افغانستان پروړاندې کلک هوډ او د دې هېواد له خلکو سره ملاتړ شته.
هغه زیاته کړه، په دې ژمنیتا کې د افغانستان د راتلونکي ملاتړ چې له ځان او سیمې او نړیوالې ټولنې سره په سوله کې واوسي او همدارنګه د سیاسي حقونو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو ټینګښت او درناوی پکې شامل دي.
ښاغلي نیکلسون د نوي ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش ژمنتیا "قوي" بللې او ویلي یې دي چې په دې برخه کې به خپلو مشورو ته دوام ورکړي.
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي همداراز لیکلي، چې د دوحې د غونډې ګډونوالو له داعش ډلې او له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو هڅې ستایلې دي.
د دوحې غونډه د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د ۲۵ هېوادونو د استازو او همدارنګه د اروپايي ټولنې، د اسلامي کنفرانس او د شانګهای د همکارۍ سازمانونو د ځانګړو استازو په حضور کې جوړه شوه.
دغه غونډه چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب جوړه شوې وه، پکې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په ګډون د دغه هېواد د اړونده مسایلو په اړه خبرې وشوې.
په دې غونډه کې طالبانو حضور نه درلود او دغه ډله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي د ټاکلو مخالفه ده، خو پنځو افغان مدني فعالانو پکې ګډون کړی و.

نور خبرونه

رادیو