د روغتیا نړۍوال سازمان: د نړۍ د نفوسو نیمایي خلک د شري په ناروغۍ د اخته کېدو سره مخامخ دي

نړۍوال روغتیایي سازمان د سه شنبې پر ورځ خبرداری ورکړ، چې د میلادي کال تر پایه د نړۍ نیمایي خلک د شري په ناروغۍ د اخته کېدو د ستر ګواښ سره مخامخ دي. په شري ناروغۍ د خلکو د اخته کېدو یو لامل د کوویډ ۱۹ د ناروغۍ پر وړاندې د واکسین نه کول ښودل شوي.

دغه سازمان وایي، د شري د ناروغۍ د مخنیوي له پاره باید چټک او بېړني ګامونه واخیستل شي.
د روغتیا په نړۍوال سازمان کې د شري د ناروغۍ مشره سلاکاره ناتاشا کروکرافټ د دغې ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې د ماشومانو په خوندیتوب ټینګار کوي او وایي، چې دولتونه په دې برخه کې سمه پاملرنه نه کوي.
شری هغه مکروبي ناروغي ده، چې تر ډېره له پنځو کالو کم عمره ماشومان پرې اخته کېږي.

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، د دوه ځلې واکسین په کولو سره یې مخنیوی کېدای شي.
د ۲۰۰۰ کال را په دې خوا د ۵۰ مېلیونو وګړو ژوند له دغې ناروغۍ څخه ژغورل شوی دی.
د روغتیا د نړۍوال سازمان له قوله تېر کال په دغې ناروغۍ د اخته کسانو په شمېر کې ۷۹ سلنه زیاتوالی راغلی او شمېر یې ۳۰۰ زرو ته رسېدلی دی.