په شل اوریزې لوبلړۍ کې نن د سريلانكا پر وړاندې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې وروستۍ لوبه ده
افغانستان د سریلانکا پر وړاندې د خپلو درېیو شل اوریزو لوبو لړۍ کې خپله وروستۍ لوبه نن ترسره کوي. دغه لوبه د افغانستان په وخت د ماښام ۵:۳۰ بجې د سریلانکا په کوربهتوب په رنګېري ډمبولا نړۍوال لوبغالي کې پیلېږي.
افغانستان د دغو لوبو بهیر په یوې ټېسټ لوبه پیل کړ، چې هغه لوبه یې وبایلله.
تر هغه وروسته د افغانستان او سریلانکا ترمنځ درې پنځوس اوریزه لوبې پیل شوې، چې په پرلپسې توګه درې واړه لوبې سریلانکا وګټلې.
له پنځوس اوریزو لوبو وروسته د شل اوریزو لوبو روانه لړۍ چې نن یې وروستۍ ورځ ده، سریلانکا ګټلې او په دغه لوبلړۍ کې دوه بریاوې لري، چې له دې سره تر دې مهاله افغانستان په روانو لوبو کې د سریلانکا پر وړاندې پرلپسې شپږ ماتې خوړلې دي.
راشدخان د ملا د عملیات او مجیب ځدراڼ د تمرین پرمهال د ټپی کېدو له امله په استراحت کې دي او په دغو لوبو کې یې ګډون نه لاره.