طالبان: د ګڼو ولایتونو روغتیا پالنې او قابله‌ګۍ انسټیټیوټونو کې د نجونو د جذب لړۍ پیل شوه

AP ۱۴۰۲ کب ۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې د دغې ډلې د عامې روغتیا وزارت د پرېکړې له مخې کاپيسا، پکتيا، خوست د روغتيايي علومو انسټيټیوټونو او د بدخشان د قابله‌ګۍ څانګې ته د هغو نجونو د شاملېدو لړۍ پيل شوه چې له دوولسم ټولګي فارغې شوې وې.

د دغې پرېکړې له مخې د کاپيسا، پروان، پنجشېر، ميدان وردګو، غزني، پکتيا، لوګر، خوست، بدخشان، باميانو او پکتيکا ولايتونو له ۱۲ ټولګي څخه فارغې شوې نجونې نوم لیکنه کولای شي‌.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دغو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو ته د يوه مکتوب له لارې لارښوونه کړې، چې له ۱۲م ټولګي فارغې شوې نجونې روغتیایي انسټیټیوتونو کې جذب کړي.
د دوی په وینا، دغو ولايتونو ته په همدې موخه پلاوي هم استول شوي دي.
تر دې یوه اونۍ وړاندې د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي و، چې افغانستان د طالبانو د سختو سیاستونو له امله د روغتیا پالو او ډاکټرانو له کمښت او د روغتیایي ناورین سره مخامخ دی.
ورته مهال د بشري حقونو څار بنسټ هم د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې لیکلي و، چې پر ښځو د طالبانو د بندیزونو او د نړۍوالو مرستو د راکمېدو سره د افغانستان روغتیایي برخه اغېزمنه شوې، چې ورسره د مېلیونونو کسانو روغتیا له ګواښ سره مخامخ شوې ده.
تر هغې وړاندې په کابل کې د پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ د تشخیص لومړني کلینیک په پرانیست غونډه کې بیا د طالبانو د عامې روغتیا چارسمبالي وزیر ویلي و، چې اوس‌مهال د افغانستان روغتیایي برخه تر بل هر وخته ښه شوې ده.

نور خبرونه

رادیو