انتوني ګوترېش: په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار بندیز باید لرې شي

AP ۱۴۰۲ کب ۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش په اېکس پاڼه لیکلي، افغان ښځې او نجونې باید وشي کړای چې د ژوند په ټولو برخو کې په ټولګیو کې له څوکیو نیولې تر هغو میزونو پورې چې پرېکړې په کې کېږي په بشپړه او معنا لرونکې توګه برخه واخلي.

هغه وایي، چې په افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو د لاسرسي په اړه او د ښځو پر کار لګېدلي بندیزونه باید لرې شي.
ښاغلي ګوترېش د اېکس پاڼې په یوه بل پیغام کې لیکلي، ډېری افغانان بې وزله دي چې د خوړو لپاره مبارزه کوي او د زده‌کړې، روغتیا پاملرنې یا کارموندنې پرته ژوند کوي.
هغه وایي:« د دغه هېواد له نیمایي څخه ډېر وګړي به سږکال مرستو ته ډېره اړتیا ولري؛ خو زموږ د بشري مرستو د غبرګون برخې د اړتیا وړ بودجې څخه ۳ سلنه کمه ترلاسه کړې ده.»
تر دې وړاندې د معترضو مېرمنو خوځښتونو هم د خبرپاڼو په خپرولو سره له ملګرو ملتونو غوښتي وو، چې د دوحې په ناسته کې دې د افغان ښځو او نجونو ټولې ستونزې او پر دوی لګول شوي بندیزونه له پامه ونه غورځوي.
دوحه په تېرو دوو ورځو کې د افغاستان په اړه د ملګرو ملتونو د رابلل شوې ناستې کوربه وه؛ خو طالبانو په دغې ناسته کې له ګډونه ډډه وکړه.
انتونيو ګوترېش په دوحه کې په خپلې وينا کې په ګوت څنډنې سره وويل، هیله‌من دی چې د ملګرو ملتونو او طالبانو ترمنځ خبرې به د «جلاکېدو» لامل نه شي.
هغه وویل، د دوحې له غونډې مخکې یې د طالبانو یو لیک تر لاسه کړی چې په کې د «نه منلو وړ» غوښتنې شوې وې.
د هغه په وینا:« دغې ډلې داسې غوښتنه کړې، چې د افغان ټولنې له نورو برخو سره د خبرو لپاره د ملګرو ملتونو له حق څخه سرغړونه وه.»
طالبانو له ملګرو ملتونو غوښتي وو، چې دوحې ته دې د افغانانو د یوازیني استازي په توګه بلنه ورکړل شي او نورو خلکو ته دې د افغانستان په استازیتوب له بلنې ډډه وکړي.
له بل پلوه د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل ویلي، چې د دوحې ناستې طالبانو ته جدي ستونزه جوړه کړه.
نوموړي زیاته کړې، چې په ناسته کې د طالبانو نه ګډون د بې احترامۍ په مانا دی او ښايي‌ د دې لامل شي چې نړۍواله ټولنه د طالبانو مخالفو ډلو څخه خپل ملاتړ ډېر کړي.
هغه وايي، داسې ښکاري چې طالبانو د دوحې په غونډه کې د نه ګډون سره یوه ستراتیژیکه تېروتنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو