سرچینې: د خيبرپښتونخوا په ډېره اسمعیل خان کې له یو کس څخه سر پرې شوی
باوري سرچینې وايي، د خيبرپښتونخوا ډېره اسمعیل خان په هتاله سیمه کې له یوه کس څخه په چاړه سر غوڅ شوی او جسد یې په ډاګ غورځول شوی. دا په دې وروستیو کې د خپل ډول لومړۍ پېښه ده، چې په ډېره اسمعیل خان کې رامنځته کیږي.
په سیمه کې خپلواک خبریال او د حالاتو څارونکي لال وزیر له افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې سره نن سې شنبه د (کب لومړۍ) په خبرو کې وويل چې تر دې وړاندې هم په مرموز ډول خلک وژل کېدل خو په چاړه د سر پرې کېدو پېښه په دې وروستیو کې نوې ده.
هغه وايي، په ډېره اسمعیل خان کې د ضرار ګنډاپور تر قوماندې لاندې د ټي ټي پي وسله واله ډله فعالیت کوي.
ځايي پولیس وايي، د پیښې ځای ته رسیدلي او څېړنې یې پیل کړې چې معلومه کړي دغه پېښه څنګه رامنځته شوې او دغه کار چا کړی.
پولیس وايي. لا هم دغه جسد نه دی پېژندل شوی چې په کومه سیمه پورې اړونديږي.
تر اوسه پورې د دغې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
له حکومتي او امنیتي کسانو څخه د سر پرې کېدو د ډیریو پېښو مسوولیت تر دې وړاندې د داعش وسله والې ډلې په غاړه اخیست خو دا لا نه ده معلومه چې دغه کار هم د داعش ډلې کړی او که ځنګه؟
داعش وسله واله ډله په توندلارۍ او بې رحمۍ سره د انسانانو پر وژلو تورنه ده چې د سزا ورکولو پر مهال له خلکو سرونه غوڅوي او یا یې پر بمونو له پاسه کینوي.