د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ په موخه د برېتانوي او جاپاني چارواکو غونډه جوړه شوه

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۳۰

د افغانستان لپاره د برېتانیا سفارت له جاپاني چارواکو سره د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ په موخه د یوې ګډې غونډې د جوړولو خبر ورکړ. د یکشنبې په ورځ سفارت په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ښځو، سولې او امنیت په غونډه کې د افغان ښځو د ملاتړ پر څرنګوالي بحث وشو.

د افغانستان لپاره د برېتانیې سفارت چې له دوحې څخه کار کوي، ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو حقونه د مذاکراتو وړ نه دي.

په افغانستان کې د برېتانیې سفارت شارژدافیر رابرټ ډیکسن چې په دې غونډه کې حاضر و، او په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کیږي.

دغه غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د مسلو په اړه د غونډې دویمه ورځ ده چې د افغان ښځو او نجونو په مسلو به هم خبرې پکې وشي.

نور خبرونه

رادیو