علي احمد جلالي: د دوحې په غونډه کې د طالبانو نه ګډون به 'دغه ډله نوره منزوي' کړي

د افغانستان کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي وايي، د دوحې ناسته کې د طالبانو نه ګډون به د دوی نړېواله انزوا نوره هم ژوره کړي، د نړېوالې ټولنې او طالبانو تر منځ اختلافي ټکي به پر ځای پاتې شي. ښاغلی جلالي وايي، طالبان به په دغه کار سره په نړېواله کچه نور هم څنډې ته شي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي نن یکشنبه د (سلواغې ۲۹مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د دوحې له ناستې انکار او په دغه ناسته کې د طالبانو نه ګډون به د دغې ډلې رژیم په نړېواله کچه نور هم بې اعتباره کړي.

دغه پخوانی افغان چارواکی زیاتوي چې د دوحې په ناسته کې د نړېوالو او سیمه ییزو استازو تر څنګ د افغانستان د سیاسي او مدني ټولنې استازو ګډون به د دوی قانوني حیثیت لوړ کړي او طالبان به د یوه ټولګډونه حکومت په نه رامنځته کولو سره نور له پامه وغورخيږي.

هغه وايي، طالبانو په افغانستان کې واک په لاس کې اخیستی او هر څه په خپله خوښه مخته وړي چې په دې سره یې ان کورنی مشروعیت هم له لاسه ورکړی.

طالبانو د دوحې په ناسته کې له ګډون څخه انکار کړی او ويلي يې دي چې د دغې ډلې له لوري ملګرو ملتونو ته وړاندې شوي شرطونه یې نه دي منل شوي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، ملګرو ملتونو ته یې څرګنده کړې چې طالبان باید د افغانستان د یوازینۍ مسوولې ډلې په توګه ګډون وکړي، خو شرطونه یې نه دي منل شوي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې دا هم ویلي چې د دوحې غونډه کې باید د طالبانو او ملګرو ملتونو د استازو ترمنځ په لوړه کچه او ټولو مسایلو د خبرو لپاره زمینه برابره شي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې دغه ډله د افغانستان په اړه په یوه نړیواله غونډه کې له ګډون ډډه کوي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په کوربه توب په لومړۍ غونډه کې طالبانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

د دوحې دویمې غونډې ته د مدني ټولنې یوه ډله او د افغان ښځو د حقونو فعالان هم بلل شوي دي. طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان په استازیتوب د دغو کسانو له بلنې سره موافق نه دي.