محبوبه سراج، فاطمه ګیلاني او شاه ګل رضايي دوحې غونډې ته رسېدلې دي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/9cc573277ae54489c2a9d49ce51e2e3f1ba668b1-600x450.jpg?rect=0,56,600,338&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د قطر دوحه کې د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو غونډې ته درې افغان فعالانې فاطمه ګیلاني، محبوبه سراج او شاه ګل رضايي رسېدلې دي. تر اوسه معلومه نه ده چې دې غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې په استازیتوب څومره کسان ګډون وکړي. خو سرچينې وايي، د مدني ټولنې نيمايي استازي ښځې دي.
دغه دوه ورځنس غونډه سبا د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په کوربتوب جوړېږي او د افغانستان په هکله د بېلابېلو هېوادونو استازي به په کې ګډون وکړي.
طالبانو په دې غونډه کې د خپل حضور لپاره شرطونه ایښي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې اعلان کړی و چې امیر خان متغی به د دوحې په غونډه کې د طالبانو د شرطونو د منلو په صورت کې ګډون وکړي.