یوناما: ۶۷ سلنه ښځې فکر کوي چې د طالبانو په رسمیت پیژندل به کړکېچ لاپسې زیات کړي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۷

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د افغان ښځو په اړه د یوې نوې څېړنې پایلې خپرې کړې.

یوناما وايي، په دې څېړنه کې یې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۷۴۵ ښځو سره مرکې کړې او په سلو کې ۶۷ یې ویلي چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو سره به د ښځو د حقونو کړکېچ لاپسې زیات شي.

د یوناما د دې سروې پایلې ښيي چې ۳۲ سلنه ښځو ویلي چې د ښځو پر وړاندې د ټولو بندیزونو له لرې کېدو وروسته باید طالبان په رسمیت وپېژندل شي.

دغه دفتر وايي، ۲۵ سلنه ښځو ویلي چې د ۲۵ سلنه بندیزونو په لغوه کولو سره باید طالبان په رسمیت وپېژندل شي او ۲۸ سلنه په دې باور دي چې طالبان باید په هېڅ صورت په رسمیت ونه پېژندل شي.

یوناما ویلي ، ۲۰۲۳ کال د جولای په میاشت کې د یوې بلې سروې پایلې ښيي چې ۹۶ سلنه ښځو ورته پوښتنې ځواب کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو په رسمیت پېژندل باید یا د ښځو د وضعیت له ښه کېدو وروسته وشي او یا هم هیڅ داسې ونیشي.

ملګرو ملتونو په رسمي توګه اعلان وکړ چې طالبانو تر اوسه ۵۰ قوانین تصویب کړي چې د ښځو پر حقونو مستقیم برید کړی دی.

تر دې وړاندې د اعتراض کوونکو ښځو ډلو دغو فارمانونو شمېر تر ۸۰ زیات ښودلی وو.

ښځو د یوناما کارکونکو ته ویلي دي چې د طالبانو له خوا د وروستیو خپلسریو له نیولو وروسته له خپلو کورونو څخه د وتلو او کوڅو ته له تګ څخه ویره لري.

۵۷ سلنه ښځې «له نیمایي څخه زیاتې ښځې چې په څیړنه کې یې برخه اخیستې وه» له "محرم" پرته له کوره د وتلو ویره درلوده. په راپور کې راغلي چې د هر نوي فرمان سره د ښځو د اضطراب کچه مخ په زیاتیدو ده.

دا څیړنه ښیې چې یوازې یو سلنه میرمنې فکر کوي چې دوی د ټولنې په کچه په پریکړو کې "ښه" یا "بشپړ" نفوذ لري.

راپور دا هم وايي چې د کورنۍ په کچه په پریکړه کولو کې د ښځو نفوذ په ۲۰۲۳ کې ۹۰ سلنه څخه د ۲۰۲۴ په جنوري کې ۳۲ سلنه ته راټیټ شوی.

د دې څېړنې د موندنو پر بنسټ افغان مېرمنو نړیوالو ته وړاندیز کړی چې پر ښځو او نجونو د لګول شویو بندیزونو له لغوه کولو پرته دې طالبان په رسمیت نه پيزني.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي هغه هېوادونه چې له ښځو سره د طالبانو چلند ته په پام سره له دغې ډلې سره اړیکې ټینګوي خپله مایوسي څرګنده کړې ده.

نور خبرونه

رادیو