ښځینه معترضې: طالبان نه بدلېدونکي او نه انعطاف منونکي دي، د دوی پر ځای بل بدیل ولټوئ

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۷

ښځینه معترضو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د نړۍوالو له پراخو هڅو او د مېلیونونه ډالرو مرستو سره دا روښانه شوه چې دغه ډله بدلېدونکي او انعطاف منونکې نده او ان د دغه هېواد د اوسېدونکو لومړنیو حقونو ته درناوی نه لري.

د دوی په وینا، د طالبانو ډله په سیستماتیک ډول پر « بشریت ضد جنایت» او « جنسیتي توپیر» تورنه ده، د دوی په واکمنۍ کې د هزاره ټبرو نسل وژنه عادي خبره ده، ورسره ژبني، قومي او مذهبي تعصبونه زیات شوي چې کولای شي کورنیو جګړو ته زمینه برابره کړي.
دوی وایي په کابل، غزني، مزارشریف، دایکندي او نورو ولایتونو کې د حجاب په پلمو د نجونو یرغملول او بندیانول د بشریت پر وړاندې د دغې ډلې له وحشتناکو نورو کړنو څخه دي.
دوی وایي، دغې ډلې د خلکو غوښتنو او نړۍوالو قوانینو ته په نه پاملرنې سره د بشریت ضد جنایت ترسره کړی او زرګونه ښځې، استادان، پخواني پوځیان، مدني فعالان او خبریالان یې په خپلسرې توګه بندیان کړي، ربړولي او وژلي دي.
د دوی په وینا، دغې ډلې افغانستان د القاعده، داعش، تحریک طالبان پاکستان، د ازبکستان جنبش اسلامي، د تاجکستان جهاد اسلامي، د ختیځ ترکستان اسلامي جنبش او نورو ترهګرو ډلو پر اډو بدل کړی.
دوی وایي، دغې ډلې په خپلې تېرې واکمنۍ کې دا ثابته کړې چې د نړۍوالې ټولنې او افغانستان سره د تعامل توان نلري او افغانستان یې د سیمې او نړۍ لپاره په ستر ګواښ بدل کړی.
دوی په کابل کې د یوناما پر استازولۍ نیوکه کړې او ویلي یې دي، سره له دې چې دغه استازولي نه یوازې دا چې د افغانستان اوسنی بد اقتصادي، امنیتي او حقوقي وضعیت بابېزه ګڼي؛ بلکې د طالبانو سره د تعامل په لټه کې هم ده او د دوحې په ناسته کې د دغې ډلې ګډون دوی ته نور هم جرائت ورکوي.
دوی وایي، د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ګومارل کومه پایله نه شي لرلای او د ستونزو او ناورین په حل کې کوم رول هم نه شي لوبولای.
دوی له ملګرو ملتونو غواړي، چې طالبانو ته دې باج نه ورکوي او د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو په اړه دې پرېکړه نه کوي او د خلکو د ریښتینو استازو له شتون پرته دې کومه ناسته هم نه ترسره کوي.

نور خبرونه

رادیو