د کابل د موتای منتخبې لوبډلې لپاره د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ پیل شوې
د طالبانو په واک کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وايي، د کابل د بېلابېلو کلبونو د ۱۴۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د کابل منتخبې لوبډلې لپاره د موتای سیالۍ پیل شوې.
د دې ریاست د نننۍ اعلامیې له مخې، دغه دوه ورځنۍ سیالۍ د عمر له مخې په دریو کټګوریو «زلمیو، ځوانانو او لویانو»کې ترسره کیږي.
د اعلامیې له مخې، دغه سیالۍ د کابل موتای لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو د پېژندلو لپاره کېږي.