فضل الرحمان: عمران خان د جنرال باجوه په لارښوونه له واکه لرې شوی
د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د پنجشنبې په ورځ وویل، چې پخوانی لومړی وزیر عمران خان د پاکستان د پوځ پخواني مشر متقاعد جنرال قمر جاوید باجوه په هدایت له واکه لرې شوی دی.
د جیو نیوز د خبر له مخې؛ مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې له یوه خصوصي خبري شبکې سره په مرکه کې کړي.
د پاکستان ډېموکراتیک حرکت (پي ډي ام) د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) حکومت ړنګ کړ او مخکې له دې چې سرپرست حکومت ته واک وسپارل شي، د شهباز شریف په مشرۍ یو څو ګوندیز اتحاد د ۱۶ میاشتو لپاره حکومت وکړ.
په لومړي سر کې خان ټینګار وکړ، چې د بایډن ادارې له واکه لرې کړی، چې د جوبایډن ادارې په کلکه دا ادعا رد کړه. وروسته بیا پخواني لومړي وزیر وویل چې دا کار جنرال باجوه کړی.
تېر کال په فېبرورۍ کې خان له یوه خبریال سره په مرکه کې د باجوه د ښکاره خبرو په حواله وویل: «جنرال باجوه منلې او څرګنده کړې یې ده چې زموږ د حکومت د ګوښه کولو تر شا و.»
فضل الرحمان د مرکې په ترڅ کې وویل: «کله چې د پاکستان د خلکو ګوند د عدم اعتماد تحریک پرمخ وړلو، جنرال فیض حمید ورته وویل، چې زه نظام کې دننه، هر څه کولی شم.»
فضل الرحمان زیاته کړه، چې حمید ورته وویل، هغه «له سیسټم څخه بهر هېڅ نه شي کولی.» دا په دې معنا چې هر حرکت باید پارلمان کې دننه ترسره شي نه په سړکونو.
داسې ویل کیږي، چې نن به د پاکستان تحریک انصاف ګوند د جمعیت علمای اسلام مشر فضل الرحمان سره وګوری.
له بلې خوا د راولپنډۍ اډیاله زندان څخه بهر اسد قیصر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې عمران خان ویلي له ټولو سیاسي ګوندونو سره دې خبرې وشي.