یوه پاکستاني خپله مېرمن او څلور ماشومان وژلي او بیا یې ځان وژنه کړې
ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پاکستان په پنجاب کې یوه سړي خپله مېرمن او څلور ماشومان په ډزو وژلي او بیا یې ځان وژنه کړې ده. پوليس وايي، چې د پېښې قربانیان د یاد کس میرمن دوه لوڼې او دوه زامن دي.
ا
د اکسپرېس ټریبیون د راپور له مخې، دا پيښه د سه شنبې په ورځ ( د سلواغې ۲۴مه) د پنجاب په ملا مزدلفه ښار کې شوې.
پوليسو ویلي، چې دغه کس محمد شفقت سليم نومېده او د ملا مزدلفې په ښارګوټي کې د هوايي ځواک پخوانى کارکوونکى و.
نوموړي د خپلې کورنۍ د غړو له وژلو وروسته له پوليسو سره اړیکه نیولې او ویلي یې دي، چې خپل دوه زامن او دوه لوڼې یې له خپلې مېرمنې سره یو ځای ووژلي دي.
د پولیسو په خبره، د پیښې تورن ددوی په رسیدو سره خپل ځان هم په ډزو سره وواژه.
پولیس وایي چې د پیښې علت تراوسه روښانه نه دی.
اکسپرېس ټریبیون د سرچینو په حواله لیکلي، چې یاد کس له روحي او رواني پلوه ښه نه و او د نوموړي دواړه څوارلس او شپاړلس کلنې لوڼې د قرانکریم حافظانې وې.