شنبه‌های ارغواني غورځنګ: افغان ښځې په دوحې ناسته کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو مخالفې دي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۵

د ښځو د شنبه‌های ارغواني غورځنګ په اېکس پاڼه لیکلي، چې افغان مېرمنو په یوه کلک دریځ کې د دوحې په راتلونکې غونډه کې د طالبانو له «ترهګرې» ډلې سره له مستقیمو خبرو اترو خپل کلک مخالفت څرګند کړ.

دوی ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی، چې له طالبانو سره د هېڅ ډول تفاهم او جوړجاړي پر نه کولو دې ټینګ دریځ غوره کړي.
دغه غورځنګ لیکلي، د افغانستان ښځې چې د جنسیتي برابرۍ او بشري حقونو لپاره د مبارزې په سر کې دي ټینګار کوي چې د ښځو د حقونو په برخه کې د ترلاسه شویو سختو لاسته راوړنو له خوندي کولو پرته باید له طالبانو سره هر ډول خبرې اترې ترسره نه شي.
دوی استدلال کوي، چې له طالبانو سره هر ډول روغه جوړه کولای شي رامخته شوی پرمختګ او د افغانستان د ښځو ژوند او راتلونکې له ګواښ سره مخامخ کړي.
دغه غورځنګ زیاته کړې:« د طالبانو واکمني د ښځو پر تعلیم، کاري فرصتونو او شخصي ازادیو د سختو محدودیتونو نښه وه. افغان مېرمنې ویره لري، چې که نړۍواله ټولنه د دوی خبرداري ته پام ونه کړي تاریخ به یو وار بیا تکرار شي.»
دوی وایي، افغان مېرمنې له ملګرو ملتونو غواړي چې د دوی اندېښنې په پام کې ونیسي او له طالبانو سره په هر ډول ښکېلتیا کې د ښځو د حقونو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
دوی ټینګار کوي، چې د سولې خبرې اترې باید د افغانستان د ښځو د پیاوړتیا او د ټولنې په ټولو برخو کې د هغوی د فعالې ونډې د ټینګولو په برخه کې د پرمختګونو په بیه نه وي.
د دوی په وینا، نړۍواله ټولنه مسوولیت لري چې د افغانستان له ښځو سره په پیوستون کې ودرېږي او د ډیموکراټیکو ارزښتونو او د بشري حقونو د اصولو ساتنه وکړي.
دغه غورځنګ لیکلي، د ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې لپاره دا مهمه ده چې د افغان مېرمنو اندېښنې جدي ونیسي او له طالبانو سره په هر ډول ښکېلتیا کې جنسیتي برابرۍ ته لومړیتوب ورکړي.
د دوی په وینا، دغه کړنلاره به نه یوازې د افغان مېرمنو د قربانیو درناوی وکړي؛ بلکې په افغانستان کې د تلپاتې او عادلانه سولې سره به هم مرسته وکړي.

نور خبرونه

رادیو