چین او طالبانو د بلوچستان پروني بریدونه وغندل
طالبانو او د چین د بهرنیو چارو وزارتونو د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پروني بریدونه غندلي دي، چې لسګونو کسانو ته پکې مرک ژوبله اوښتې ده. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، دغو بریدونو دا هیواد حیران کړی او په کلکو ټکو یې غندي.
وانګ ونبین زیاتوي، چین د تروریزم له پدیدې سره مخالف دی او د بشپړ له منځه وړلو په برخه کې یې د پاکستان له دولت څخه هر اړخیزه ملاتړ کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم دا پيښه غندي او په اعلامیه کې یې قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي او خواخوږي ښودلې ده.
د پاکستاني چارواکو په وینا، د چهارشنبې په ورځ په پښین کې د اسفندیار خان په ټاکنیز دفتر کې چاودنې ۱۶ تنه وژلي او ۲۴ نور یې ټپیان کړي دي.
د دوی په خبره، په کلا سیف الله کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل رحمان پر ټاکنیز دفتر په دویمه چاودنه کې بیا ۱۲ کسان وژل شوي دي.
د یادولو ده، چې داعش ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په بلوچستان کې ددغو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.