طالبان: نږدې دوه زره کډوال له پاکستان او ایرانه په جبري ډول او خپله خوښه راستانه شول

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، له ایرانه په تازه راستنو شویو کډوالو کې ۳۹ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي. دغه وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي چې، تېره ورځ له ایرانه ۲۵۶۳ تنه افغان کډوال په جبري ډول او خپله خوښه د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شول.

دغه وزارت وايي، په راستنو شویو کډوالو کې ۳۹ بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي چې د کورنیو موندلو په موخه یې په هرات ولایت کې یې د جګړې د ماشومانو ( وارډ چایلډ) موسسې ته سپارلي دي.
همدارنګه یاد وزارت ویلي چې، په همدغه ورځ د کندهار د سپین بولدک او ننګرهار د تورخم له لارو ۲۱۲ تنه افغان کډوال په جبري ډول له پاکستانه راستانه شوي دي.
د کډوالو وزارت لیکلي، ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۴ تنه دی د کندهار د سپین بولدک له لارې او ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۸ تنه دی د ننګرهار د تورخم له لارې په جبري ډول راستانه شوي.
د کډوالو وزارت لیکلي، ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۴۴ تنه دی د کندهار د سپین بولدک له لارې او ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمیر ۶۸ تنه دی د ننګرهار د تورخم له لارې په جبري ډول راستانه شوي.

دا په داسې حال کې ده چې، پاکستانۍ رسنیو د دغه هېواد د اړوندو ادارو د مالوماتو له مخې خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۶مې نیټې له پاکستانه د ستنو شویو بې اسناده افغان کډوالو شمېر ۴۸۴۳۳۲ ته رسېدلی او دغه لړۍ لاهم روانه ده.