د خوړو نړۍوال پروګرام: تېر کال مو له ۵۰۰ زره مېرمنو سره مرسته کړې
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/0d99fff8a02dae06b7a08b9373c34db0e8c28e87-640x480.jpg?rect=0,60,640,360&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، تېرکال کې یې د هغو نیم مېلیون مېرمنو لاسنیوی کړی چې اړمنې پېژندل شوې وې. دغه پروګرام په اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغو مرستو موخه د افغان مېرمنو په ځان بسیاینه وه او هغوی ته یې داسې روزنه ورکړې چې د نويو مهارتونو سره د ژوند د بسیا کولو لپاره ترې کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ سره هم مهاله نجونې او ښځې له زدهکړو، کار او نورو ټولنیزو او اقتصادی چارو کې له برخې اخیستنې راګرځولې او سخت بندیزونه یې پرې لګولي دي.
د دې تر څنګ ګڼو هېوادونو د طالبانو لهخوا د بشري حقونو د سرغړاوي له امله پر افغانستان سخت اقتصادي بندیزونه لګولي، چې په یوه نوي پرمختګ کې د امریکا پارلمان په افغانستان کې د ستر انساني ناورین او د دغه هېواد د اقتصادي کړکېچ په اړه یې خبرداری ورکړی دی.