محسن داوړ: طالبانو په شمالي وزیرستان کې د رای ور کولو یو مرکز نیولی دی

د پاکستان د ملي ډیموکراټیک ګوند مشر محسن داوړ وایي، طالبانو په شمالي وزیرستان کې د رای ورکولو یو مرکز نیولی دی. نوموړی د پاکستان د ټاکنو له کمیسیون غواړي چې د شمالي وزیرستان په ټپي سیمه کې د دغه مرکز وضعیت ته رسیدګي وکړي.

ښاغلي داوړ نن په خپل اېکس کې همداراز لیکلي، چې د خپل ټاکنیز بهیر پر دریو ښځينه کارکوونکو د برید په اړه یې هم پولیسو ته یو لیک لیږلی دی.
سره له دې چې د پاکستان ټاکنې له سختو امنیتي تابیاوو سره پیل شوې، خو بیا هم په ځینو سیمو کې ترهګریزو پيښو د خلکو ترمنځ اندیښنې رامنځته کړې دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، نن سهار د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په دېره اسماعیل خان کې د پولیسو په موټر د وسله‌والو په برید کې ۷ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له دې سره، د بلوچستان ایالت په خاران سیمه کې هم د پولیسو پر موټر د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه د دوو پولیسو سرتیرو د وژل کېدو او د پنځه نورو د ټپي کېدو خبر ورکول شوی دی.