له ۳۰۰ زیات افغان کډوال په یوې ځانګړې الوتکه کې کاناډا ته ولېږدول شول

د کاناډا د کډوالو وزارت ویلي، چې ۳۰۴ تنه افغان کډوال له اسلام اباده کاناډا ته په یوې ځانګړې الوتکه کې لېږدول شوي او د ټورنټو ښار ته رسول شوي دي. دغه وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه کډوال به د کاناډا په ۲۷ بېلابېلو سیمو کې مېشت شي.

د کاناډا د کډوالو وزارت ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې تر دې مهاله ۴۷ زره او لس تنه افغانان هغه هېواد ته لېږدولي دي.
که څه هم چې د کاناډا دولت ویلي و، ټول ټال به ۴۰ زره افغانانو ته پناه ورکوي؛ خو دغه هېواد ویلي لا هم هوډمن دی چې له اسلام اباده نور افغانان هم خپل هېواد ته ولېږدوي.