په کنګل د وېدې شوې ایږې تصویر د ۲۰۲۴ کال ځنګلي ژوند تصویر غوره جایزه وګټله
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/f712c9e99ecaf2da0a0222a072a8291c6a5f5fd9-690x388.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
دغه سیالۍ چې د لندن د طبیعي تاریخ موزیم لهخوا ترسره شوې، د ۹۵ هېوادونو تصویر اخیستونکو په کې ګډون کړی و. د طبیعت د ارامې ښکلا په زړه پورې ننداره کې، د "کنګل بستر" په نوم یو تصویر د کال د غوره ځنګلي ژوند تصویر جایزه ترلاسه کړه.
دغه تصویر چې په ښکلي ډول پر یوه کنګل د ایږې د ارامۍ ښکارندویي کوي، د بریتانوي تصویر اخیستونکي نیما سرخاني لهخوا اخیستل شوی دی.
دغه تصویر په وروستي پړاو کې د ۲۵ غوره تصویرونو څخه د ۷۵زره رایو په اخیستو دغه سیالي وګټله.
دغه تصویر د شمالي قطب څخه شاوخوا ۸۰۰ کیلومتره لرې اخیستل شوی.