په شیلي کې د ځنګلي اور لګېدنې له امله د مړو شویو شمېر ۱۳۱ تنو ته لوړ شو
د وروستیو راپورونو له مخې د شیلي په ځنګلونو کې د اور لګېدنې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۳۱ تنو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ ویل کېږي، چې د دغه اور لګېدنې له امله ۳۰۰ تنه نور تري تم شوي دي.
په شیلي کې د اور لګېدنې له امله پېښه شوې مرګ ژوبله په ۲۰۱۰ کال کې د شوې زلزلې وروسته ستر ناورین یاد شوی.
دغه اور لګېدنه د دل مار غرنۍ سیمې په څنډو کې د جمعې په ورځ په هغه تفریح ځای کې شوې، چې هلته د موسیقۍ مشهور بنډار تر سره کېده.
د دغه اور لمبې د کویلپویه او ویلا المانا دوو ښارونو ته هم رسېدلي او هغو ته یې هم درانه زیانونه اړولي دي.
د شیلي ولسمشر ژمنه کړې، چې ټولو زیانمنو شویو کورنیو سره به لازمې مرستې وکړي.