طالبان: له ایران او پاکستانه نږدې ۲زره کډوال په جبري ډول او خپله خوښه راستانه شول
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، له ایرانه په راستنو شویو کډوالو کې ۶۸ بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو چې، د کورنیو تر پیدا کېدو یې په هرات کې د ماشومانو ټولنې (وار چایلډ) ته سپارلي دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ د (سلواغې ۱۸مه) پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې، تېره ورځ د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۶۱۵ تنه افغان کډوال په جبري ډول او خپله خوښه هېواد ته راستانه شول.
دغه وزارت ویلي چې، په تازه راستنو شویو کډوالو کې کورنۍ او مجرد کسان شامل دي او ۶۷۴ تنه اړمن راستانه شوي افغان کډوال یې د خوراکي او نغدي مرستو تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ دفتر ته ور پيژندلي دي.
پر همدې مهال د کډوالو وزارت ویلي، له ایرانه په راستنو شویو کډوالو کې ۶۸ بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي چې د کورنیو تر موندل کېدو یې په هرات ولایت کې د وارچایلد موسسې ته سپارلي دي.
د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، په همدې ورځ د ننګرهار د تورخم او د کندهار د سپین بولدک له لارو هم ۲۱۰ تنه کډوال په جبري ډول له پاکستانه راستانه شوي.
یاد وزارت وايي، له پاکستانه په جبري ډول راستانه شوي ټول کډوال یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان ته د مرستو تر لاسه کولو په موخه ورپېژندلي دي.
له څه د پاسه درېیو میاشتو راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام لري او د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې، له پاکستانه راستانه شوي له نیم میلیون څخه زیات افغان کډوال د خوړو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.