د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرۍ د پاکستان تحریک انصاف د مشرانو ځورونه او نیول غندلي دي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ پر ټاکنیزو کمپاینونو بریدونو ته په اشارې سره په پاکستان کې د پارلماني ټاکنو په درشل کې د سیاسي ګوندونو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه. دغې ادارې د عمران خان په ګډون د پاکستان تحریک انصاف د مشرانو ځورونه او نیول غندلي.

دغه بنسټ د سې شنبې په ورځ (د سلواغې۱۷مه) د یوه بیان له لارې په پاکستان کې د جمهوري بهیر د ساتلو لپاره د بنسټیزو ازادیو د ساتلو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاندې لیز ټراسل وویل: «د ټاکنیز کمپاین پر مهال د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشرانو او د هغوی د ملاتړو ځورول، نیول او اوږده مهالی بند د اندېښنې وړ دي.»
ټراسل د پاکستان له سترې محکمې وغوښتل چې د عمران خان دوسیه د قضایي اصولو، عادلانه محاکمې او د دغه هېواد د نړیوالو مکلفیتونو پر بنسټ وڅېړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ همدارنګه د ټاکنو په بهیر کې د ښځو او لږکیو پر وړاندې د خنډونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.