د هلمند په درېیو ولسوالیو کې د نري رنځ ناروغۍ د تشخيص ماشینونو فعاله شوي
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د هلمند د عامې روغتیا ریاست له لوري د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د نري رنځ ناروغۍ د تشخيص ماشینونو فعاله شوي دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس ډاکټر سید احمد سعید ویلي، چې دغه ماشینونه په ګرمسېر، ګرشک او موسی کلا ولسوالیو کې فعال شوي دي.
د نوموړي په خبره، له دغو ماشینونو څخه به د نري رنځ د تشخیص او درملنه کې کار واخیستل شي.
د راپور له مخې، د دغو ماشینونو له ډلې چې دوه یې په ګرمسېر او موسی کلا ولسوالیو کې او یو یې په ګرشک ولسوالۍ کې فعال شوي، د روغتیایي علومو موسسې لهخوا اخیستل شوي وو.
تر دې وړاندې هم د دغو ماشینونو دوه یې په بُست ولایتي روغتون کې هم فعال شوي وو.