پاکستانۍ رسنۍ: صوبایي حکومت د بې اسناده افغان کډوالو د اوسېدو موده تر مارچ میاشتې غځولې

پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز راپور ورکړی، چې د پنجاب صوبایي حکومت په پاکستان کې د مېشتو بې اسناده کډوالو په اړه مهمه پرېکړه کړې ده. د دغې رسنۍ د سرچينو له مخې، صوبایي حکومت د ١٣ لکه بې اسناده کډوالو د اوسېدو مودې د غځولو منظوري ورکړې ده.

سرچينې زياته کړې، چې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د ٢٠۲٤ کال تر مارچ میاشتې پورې غځول شوې ده.

د سرچينې په وينا، پاکستان د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د افغان حکومت په غوښتنه غځولې ده.

خو ورته مهال ځینو نورو پاکستانۍ رسنیو بیا راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۲مې نیټې له پاکستانه د بېرته ستنو شویو بې اسناده افغان کډوالو شمېر ۴۸۱۲۵۶ ته رسېدلی او دغه لړۍ لاهم روانه ده.

د راپورونو له مخې، د جنورۍ له ۳۰مې څخه د فبرورۍ تر ۲مې نیټې پورې ۲۹۵۶ افغانان چې پکې ۸۶۵ نارینه، ۷۹۳ ښځې او ۱۲۹۸ ماشومان شامل دي خپل هېواد ته ستانه شوي دي.