د پاکستان ولسمشر ښځو ته په اسانه شرایطو د قرض ور کولو غوښتنه وکړه
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/e5586e134a479b919da27f70062387be958d337a-747x425.jpg?rect=0,3,747,420&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د پاکستان ولسمشر د دغه هېواد د صنعت او تجارت له ادارې وغوښتل چې د کاوربار لپاره له بانکونو د پور اخیستو په برخه کې له سوداګرو ښځو سره همکاري وکړي. عارف غلوي پرون په اسلام اباد کې د ښځو او ځوانانو د صنعت او تجارت اړوند غونډه کې دا غوښتنه وکړه.
هغه پر صنعت او تجارت فدراسیون ټینګار وکړچې صنعت کې د ښځو ډېر ګډون ته لار برابره کړي او په خپلو اړوند ادارو کې ډېرې مېرمنې وګوماري.
عارف علوي وايي، د ښځو د کاروبار د پراختیا لپاره پکار ده چې له بانکونو په پنځه سلنه سود سره یو نیم میلیون روپۍ پور واخلي.