قطر کې د نوښتګرو ښځو په غونډه کې د «ښځو ضد» رژیم د استازي ګډون
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/e7f57dd840bdb86353c9b01272bc87c479143643-800x600.jpg?rect=0,75,800,450&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
قطر کې د طالبانو استازي محمد نعیم په دوحه کې د قطري حکومت د یوې چارواکې په بلنه د نوښتګرو ښځو د غونډې د پرانیستې مراسمو کې ګډون وکړ. طالبان نړۍ کې یوازینۍ واکمنه ډله ده چې په حکومت کې یې هیڅ ښځه نشته او پر دوی د محدودیتونو له امله په نړۍ کې د ښځو ضد رژیم په توګه پیژندل کیږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۱ مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دوحه کې د دې ډلې د سفارت سرپرست محمد نعیم د قطري بنسټ په رسمي بلنه «د ښوونې او روزنې په برخه کې د نوښتګرو ښځو» د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دې پروګرام کې د قطري بنسټ مشرې شیخه موزه بنت ناصر، د قطر د امیر مور او په قطر کې د نړیوالې همکارۍ لپاره د دولت وزیرې لولوه الخاطر ګډون کړی و.
دا غونډه د طالبانو د استازي په حضور کې په داسې حال کې ترسره کیږي، چې طالبانو د نجونو او ښځو د منځنیو، لېسو او پوهنتونونو پر زدکړو بندیز لګولی دی.
له دې سره، ښځې له خپلو ډېرو اساسي بشري حقونو لکه له کار، ورزش، سفر، سوله ییزو غونډو او پارکونو ته د تګ له حقه هم محرومه شوې دي.
د ویلو ده، چې په وروستیو میاشتو کې طالبانو هم د افغانستان په ځینو برخو کې په پراخه توګو د ښځو نیول پیل کړي دي.
د بشري حقونو فعالان طالبان د جنسیتي توپير او بشري ضد جنایتونو تورنوي او وایي، چې دغه ډله د ښځو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي.