پاکستانۍ رسنۍ: د ټي‌ټي‌پي او د حکومت ترمنځ د ټاکنو د ترسره کولو لپاره پټ اوربند شوی

اکسپرېس تربیون د پنجشنبې په ورځ د (فبرورۍ په لومړۍ نېټه) ویلي، چې دغه اوربند د افغان طالبانو په ځانګړې توګه د حقاني ډلې په منځګړیتوب په شفاهي بڼه د دواړو خواوو تر منځ شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې یوازې د کال په لومړۍ میاشت کې د خیبر پښتونخوا په اړونده سیمو کې ۲۷ بریدونه شوي؛ خو د یوه هغه پړه یې هم د پاکستاني طالبانو تحریک نه ده منلې.
خو تر اوسه حکومت او ټي‌ټي‌پي ډلې په دې اړه په ښکاره ډول څه نه دي ويلي.
خو د پاکستان د طالبانو تحریک تر دې وړاندې ویلي و، چې دوی یوازې پوځي موخې په نښه کوي او له عامو خلکو او ټاکنیزو کمپاینونو سره کار نه لري.
همدغه نن هم دغې ډلې په تازه خبر پاڼه کې ویلي وق، چې له دې وروسته به جګړې زور اخلي؛ خو د ټاکنو په اړه یې څه نه و ویلي.
په پام کې ده، چې یوه اونۍ وروسته د فبرورۍ په اتمه نېټه په پاکستان کې ټاکنې ترسره شي او سر له اوسه حکومت د پاکستان په بېلابېلو برخو کې کوټلي امنیتي ګامونه اخیستي دي.