د م.م د پراختیایي پروګرام استازي د افغانستان د روغتیایي برخو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د افغانستان څانګې له مسوول ډاکتر مارک سره لیدلي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي راډیو ټلویزیون په خبره، په دغې لیدنه کې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د افغانستان په روغتیايي حالت، د مېندو او ماشومانو د مړینې او د روغتیايي ادارو پر فعالیتونو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوې.
همدارنګه په دغې لیدنه کې د ساري ناروغیو لکه توبرکلوز، ملاریا او اېچ ای وي د کنټرول په اړه هم خبرې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استازي په دغې لیدنه کې د افغانستان په روغتیایي برخه کې د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړی.