طالبانو نن بیا د نږدې درې لکو ډالرو په ارزښت د پنجشېر د زمردو د پلورلو خبر ور کړ
د پنجشير لپاره د طالبانو د والي دفتر وايي؛ په دې ولایت کې یې نن څه باندې ۲ زره قيراطه زمرد پر دوه لکه ۹۶ زره ۷۵۰ ډالرو وپلورل. د دې دفتر د نننۍ اعلامیې له مخي، دغه زمرد د داوطلبۍ په ۱۳ مه بولۍ کې وپلورل شول.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخي، چې په دې ناسته کې د دې ډلې د کانونو د څارنې کمېټه، د طالبانو د سېمه اېيزي ادارې مسولين او سوداګرو ګډون درلود.