د طالبانو د کډوالو وزارت: له ۶۰۰ ډیر افغان کډوال له پاکستانه په جبري ډول راستانه شول

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۰

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي دغه کډوال د ننګرهار، کندهار او پکتیکا ولایتونو ته د ډیورنډ کرښې له لارې په جبري ډول افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د (سلواغي ۱۰مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، له پاکستانه د جبري راستېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمیسون د راپور له مخې، د سلواغې په ۱۰مه د ننګرهار، کندهار او پکتیکا ولایتونو ته د ډیورنډ کرښې له لارې ۱۲۹ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۳۹۷ تنه وو په جبري ډول له پاکستانه راستنې کړل شوې دي.
د کډوالو چاروچارو وزارت ویلي له پاکستانه په جبري ډول راستنې شوې ۱۹ کورنۍ یې خپلو اصلي مېنو ته لیږدولې دي، ۹۲ کورنیو سره یې نغدي مرستې کړې او ۱۱۹ کورنۍ یې په لنډمهالو پنډغالو کې ځای پر ځای کړې دي.
همدارنګه یاد وزارت ویلي چې، تېره ورځ هم ۲۷۶ تنه افغان کډوال په جبري ډول د تورخم او سپین بولدک له لارو له پاکستانه راستانه شوي.
د کډوالو وزارت وايي، په جبري ډول ټول راستانه شوي افغان کډوال یې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان دفترونو ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پيژندلي دي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د تیر کال د سپټمبر له ۱۵مې نېټې راهیسې دوام لري او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۳مې پورې ۵۰۰۲۰۰ افغانان له پاکستانه ایستل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو