د کاناډا د کډوالو وزارت: ۳۱۰ نور افغان کډوال مو له پاکستانه خپل هېواد ته ولېږدول

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۰

د کاناډا د کډوالو ادارې په اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ د (سلواغې په ۹مه) یې ۳۱۰ افغان کډوال له اسلام اباده کاناډا ته لېږدولي.
دغې ادارې ویلي، په پام کې ده چې دغه نوي کډوال به د کاناډا په ۳۰ ښارونو کې له هغې ډلې په «فردریکتون»، «سنټ‌جونز» او «تورنټو» کې استوګن کړي.

د دغې ادارې په وینا، دغه کډوال د «هالیفاکس» ښار ته رسېدلي.

تر دې وړاندې کاناډا ژمنه کړې وه، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته به څلوېښت زره زیان منونکي افغانان هغه هېواد ته ولېږدوي؛ خو تېره میاشت دغه هېواد ویلي و، چې خپله دغه ژمنه یې ترسره کړې او په ۲۰۲۴ کال کې به نورو افغانانو ته هم د لېږد زمینه برابره کړي.
د دغې وروستۍ جوپې سره دا دویم ځل دی، چې د روان کال په لومړۍ میاشت کې افغان کډوال له اسلام اباده کاناډا ته لېږدول کېږي.

نور خبرونه

رادیو