افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې له ۱۵۰ ځای څخه ۱۶۲ ځای ته را ټيټ شوی
د رونټیا نړۍوال سازمان د نوي راپور پر بنسټ؛ د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې له فساد سره د مبارزې په برخه له ۱۵۰ ځای څخه ۱۶۲ ځای ته را ټيټ شوی. افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې د ۱۸۰ هیوادونو په منځ کې ۱۵۰ ځای او په ۲۰۲۱ کال کې په ۱۷۴ ځای کې و.
دا په داسې حال کې ده، چې ډنمارک بیا د ۹۰ امتیازونو په درلودو سره په نړۍ کې د فساد په برخه کې تر ټولو پاک هیواد بلل شوی او په ترتیب سره فنلنډ د ۸۷ او نیوزېلنډ بیا د ۸۵ امتیازونو په ترلاسه کولو سره دویم او دریم ځایونه خپل کړي دي.
اخوا، سومالیا بیا په فساد کې تر ټولو ککړ هیواد بلل شوی دی.
افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې د سوډان، میانمار، تاجکستان، چاډ، کومور او اریتره هیوادونو په ډله کې دی.
د رونټیا نړیوال سازمان وایي، چې په دغو ۱۸۰ څېړل شويو هیوادونه کې نږدې دوه پر دریمې برخې یې له پنځوسو امتیازونو کم ترلاسه کړي.
دغه سازمان په ځینو هېوادونو کې د روڼتیا د کموالي په اړه په خپل یوه تحلیل کې ویلي چې د قضايي سیسټم د کمزورتیا نړیوال تمایل د حکومتي چارواکو د حساب ورکونې په کمولو سره فساد ته وده ورکوي.
د دغه سازمان په وینا، ان په هغو هیوادونو کې چې د اداري فساد ضد برخو کې لوړ مقام لري، له مجازاتو معافیت په ځینو هیوادونو کې د فساد د زیاتیدو لامل شوی دی.
د روڼټیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، یو شمېر هغه هېوادونه چې لوړ امتیازونه لري هم د فساد په ډېرو قضیو کې ښکېل دي، چې له امله یې په بهر کې د سوداګرۍ پر مهال بډې اخیستل کېږي.
د دې ارزونې له مخې، هغه هیوادونه چې لوړ امتیازونه لري ډیری مهال د نړیوال فساد د عاملینو او د هغوی د همکارانو په څارلو کې ماتې خوري.