له ۱۹ کلنو د کم عمره کرېکټ نړیوال جام کې نن درې سیالۍ تر سره کیږي

له ۱۹ کلنو د کم عمره کرېکټ نړیوال جام کې ګروپي سیالۍ پای ته رسیدلې او نن هندوستان د نیوزلینډ په وړاندې، پاکستان د ایرلینډ په وړاندې او سریلانکا د ویسټ انډیز په وړاندې لوبیږي.

د ۲۰۲۴ کال له ۱۹ کلنو د کم عمره کرېکټ نړیوال جام په سیالیو کې ګروپي سیالۍ پای ته رسیدلې او نن د شپږ غوره لوبډلو تر منځ سیالۍ پیل شوې.
نن سې شنبه د (سلواغي ۱۰مه) له ۱۹ کلنو د کم عمره کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې درې لوبې تر سره کیږي.
نن د هندوستان لوبډله د نیوزلینډ په وړاندې، پاکستان د ایرلینډ په وړاندې او سریلانکا د ویسټ انډیز په وړاندې لوبیږي.
د هندوستان او نیوزلینډ تر منځ د لوبې پچه نیوزلیند وګټله او هندوستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، د ویسټ انډیز او سریلانکا تر منځ د لوبې پچه سریلانکا ګټلې او توپ اچونه کوي او د پاکستان او ایرلینډ تر منځ د لوبې پچه پاکستان ګټلې او ایرلینډ ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړې ده.
له ۱۹ کلنو د کم عمره کرېکټ نړیوال جام کې سبا چهار شنبه څلور لوبې ترسره کیږي.
درې لوبې د شپږ غوره پړاو لپاره زیمبابوې، سوېلي افریقا، نیپال بنګله دیش، استرالیا او اینګلینډ تر منځ ترسره کیږي.
افغانستان او امریکا د ۱۶ مقام خپلولو لپاره سیالي تر سره کوي.