په بلوچستان کې د تحریک انصاف ګوند پر ټاکنیز کاروان برید کې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بلوچستان په سېبي کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د ټاکنیز کمپاین غونډې ته نېږدې چاودنه شوې، چې له امله یې څلور تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د سېبي پولیسو ویلي، چې چاودنه نن سې شنبه ماښام مهال پر جناح سړک په داسې مهال شوې، چې د تحریک انصاف ګوند غړي د تېرېدو په حال کې وو.

د سېبي مرستیال کمېشنر خدای رحیم پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې د چاودنې وژل شوي او ټپیان شوي اشخاص روغتون ته لېږدول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې چاودنه په یوه موتر سایکل کې د ځای پر ځای شوي ماین په واسطه رامنځته شوې ده او په اړه یې پلټنې روانې دي.

خدای رحیم ویلي، چې وژل شوي او ټپیان شوي اشخاص د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي دي.

په ورته وخت کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرکزي ویاند روف حسن یاد برید غندي او زیاته کړې یې ده، چې د خپلو بې ګناه غړو وژنه ورته خواشینوونکې او د نه منلو ده.

نوموړی په دغه پېښه کې حکومت په غفلت تورنوي او وايي، چې دوی د پاکستان د حکومت د مجرمانه غفلت پر وړاندې چوپ نه شي پاتې کېدی.

په روانو ټاکنیزو منډو ترړو کې دا لومړی ځل دی، چې په بلوچستان کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي په نښه کیږي.

تر اوسه پورې د دغې پېښې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.