پاکستانۍ رسنۍ: له پاکستانه د ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر ۴۷۸۳۰۰ ته لوړ شو

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۰

پاکستانۍ رسنیو د اړوندو ادارو د مالوماتو پر بنسټ راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۲۹مې له پاکستانه د ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر ۴۷۸۳۰۰ ته لوړ شو او د بې اسناده افغانانو د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.

د دغو رسنیو د راپور له مخې، د هغو ۲۶۹۷ افغان کډوالو له ډلې چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له ۲۵مې تر ۲۹مې پورې له دغه هېواده وتلي، پکې ۹۱۴ نارینه، ۷۶۵ ښځې او ۱۰۱۸ ماشومان شامل دي.

د دوی په وینا، دغه ۱۳۲ کورنۍ افغانستان ته د تګ پر مهال په ۱۱۰ موټرو کې ستنې شوې دي.

تر دې وړاندې د پاکستان له‌خوا د ستنو شویو افغان کډوالو شمېره د جنورۍ تر ۲۴مې ۴۷۴۹۵۶ ښودل شوې وه.

خو بیا د کډوالۍ نړۍوالې ادارې د دوشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۲مې نېټې ویلي و، چې له څلورو میاشتو راهیسې له ۵۰۰ زرو څخه زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۳مې پورې ۵۰۰۲۰۰ افغانان له پاکستانه وتلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت ویلي:« ځیني هغه افغانان هم بېرته ستنېدو ته اړ اېستل کېدای شي، چې په بېرته ستنېدو له ځورونې، نیونې او یا د ربړوونې له ګواښ سره مخامخ دي.»

پاکستاني چارواکي بیا ټینګار کوي، چې دغه لړۍ به په منظمه توګه د ټولو بې اسناده بهرنیانو تر اېستلو دوام ولري.

نور خبرونه

رادیو