حامد کرزي یو ځل بیا د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو پر حیاتي اهمیت ټینګار وکړ
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/0e4dc746b168c0bed22db02783e2d964f102dc66-600x450.jpg?rect=0,56,600,338&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو د زده کړو له یو شمېر فعالانو او ملاتړو سره په کتنه کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو پر حیاتي اهمیت ټینګار وکړ. په دې کتنه کې ښاغلي کرزي د نجونو زده کړه د افغانستان د پرمختګ او ودې لپاره حیاتي وبلله.
نوموړي د سې شنبې په ورځ (د سلواغې۱۰مه) په خپل اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي: «په هېواد کې د دایمي سولې او ثبات د ټیکاو لپاره د ملي خبرو اترو تفاهم مهم دی.»
په دې غونډه کې فعالو ښځو د ټولنې د ودې او پرمختګ لپاره د نجونو د لوړو زده کړو پر اړتیا ټینګار وکړ.
دغو ښځينه فعالانو د نجونو د زده کړې د حق د تامينولو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د اغيزناکو اقداماتو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې يې په ملي پيوستون ټينګار وکړ.
ښاغلي کرزي تر دې مخکې هم په کراتو د نړۍوالو بنسټونو له استازو سره په کتنه کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره باید ملي خبرې اترې پیل شي.