د طالبانو کډوالو چارو وزارت: له پاکستان او ایرانه نږدې ۱۵۰۰ افغان کډوال راستانه کړل شوي دي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۹

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې، په یاد شمېر افغان کډوالو کې ۴۵ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي چې، د هرات د اسلام کلا، د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار تورخم له لارو افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (سلواغې نهمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، تېره ورځ ۲۱۳۹ افغان کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته راستانه کړل شوي.

دغه وزارت وايي، په تازه راستنو شویو کډوالو کې کورنۍ او ۴۵ بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي.

یاد وزارت وايي، له ایران څخه تازه راستانه کړل شوي افغان کډوال یې د کډوالۍ نړیوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ورپيژندلې دي.

همدارنګه د طالبانو کډوالو وزارت ویلي چې د یک شنبې په ورځ د کندهار سپین بولدک له لارې ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۱۲ تنه کیږي په جبري ډول له پاکستانه راستانه کړل شوي. او همدارنګه ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمیر ۱۱۰ تنه کیږي د تورخم له لارې په جبري ډول هېواد ته راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت ویلي چې د سپین بولدک او تورخم له لارو په جبري ډول راستانه کړل شوي ۲۲۲ افغان کډوال یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پيژندلي دي.

نور خبرونه

رادیو