د چمن پرلتوال: سیاسي ګوندونه او د پاکستان حکومت له پرلتوالو سره چل کوي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۸

دغو پرلت والو د څه باندې سلو ورځو راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان حکومت له لوري د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې پرلت وهلی خو اوس شکایت کوي چه نه یې سیاسي ګوندونه غږ اوري او نه هم د پاکستان حکومت.

۱۰۷ ورځې وړاندې د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې زرګونو ولسي خلکو د پاکستان حکومت له لوري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورت د جبري کیدو په غبرګون کې پرلت پیل کړ.

له دغه پرلت سره د سوېلي پښتونخوا ځايي سیاسي ګوندونه هم یو ځای شول، خو اوس لیدل کیږي چې عام پرلت وال له سیاسي ګوندونو څخه سر ټکوي او وايي چې اوس له دوی سره په یوه لاره نه ځي.

د پرلت مشر غوث الله اڅکزي د یک شنبې په ورځ د (سلواغې اتمه) پرلت ته د خپلې وینا پر مهال د دوی د غوښتنو د نه منل کیدو په اړه وویل: «زموږ د ټولو دښمن پنجابی دی هیڅکله زموږ ملګری کیدای نه شي، موږ خپلو مشرانو او سیاسیونو ته وویل چې دا وطن(چمن) د نورو له منګولو وساتئ، ولې پر وطن رحم نه کوئ صرف د دې لپاره راسره ناست وئ چې ولس تاسو ته رایه درکړي؟»

دغه پرلتوال وايي، ځايي ګوندونه او سیاسیون چل ورسره کوي او یوازې له دوی څخه د انتخاباتي کمپاین لپاره ګټه اخلي.

د پرلت د مرکزي کمیټې غړی امیر محمد وايي: «سیاسي ګوندونه دې لومړی په خپلو منځونو کې جوړ راسي او خپله وروستۍ پرېکړه دې موږ ته ووايي که زموږ ملګرتیا کوي هم په ډاګه دې ووايي او که د حکومت پلوي کوي هم دې په ډاګه ووايي. زموږ پرلت، زموږ مبارزه تقریبا بې پایلې اوس روانه ده لامل یې همدا زموږ مشران او سیاسیون دي مشران مو نه غواړي چې په ښه ډول دا ستونزه حل شي.»

دغه پرلتوال وايي، د پاکستاني چارواکو سره د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړې د بېرته اخیستلو په اړه یې په ځلونو خبرې بې پایلې وې خو دوی به تر هغه یاد پرلت ته دوام ورکوي تر څو چې د پخوا په څېر پر دروازه تګ راتګ د افغانستان پر پېژندپاڼه او پاکستان پر شناختي کارډ نه وي شوی.

نور خبرونه

رادیو