د طالبانو کډوالو چارو وزارت: د پاکستان له زندانونو څخه مو ۱۱ تنه افغان کډوال راخوشي کړي دي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۸

د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې د پاکستان د پنجاب ایالت له یوه زندان څخه یې ۱۱ تنه افغان بندیان راخوشي کړي او افغانستان ته یې راستانه کړي.

یاد وزارت زیاتوي، چې دغه کډوال یې د مرستو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ورپېژندلي دي.

د طالبانو تر لاس لاندې د ملي ټلویزیون په ایکس پاڼه دغه خبر نن یکشنبه د (سلواغې اتمه) خپور شوی دی.

د دغه وزارت په وینا یاد کسان د اوسیدو اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو.

په وروستیو نږدې څلورو میاشتو کې د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د اوسېدود اسنادو نه لرلو له امله د افغان کډوالو په شړلو سربېره یو زیات شمېر افغانان نیولي هم دي.

د افغان کډوالو په وړاندې د پاکستاني پولیسو ناوړه چلند د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ سازمانونو اندیښنې هم راپارولي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په دې وروستیو کې ويلي چې د پاکستان حکومت له لوري په زور شړل شوي څه باندې پنځه لکه افغان کډوال په افغانستان کې د ژمي د سړې هوا له امله له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي او لا هم دا لړۍ روانه ده.

دوه ورځې وړاندې طالبانو د پاکستان له زندانونو د لسو افغان کډوالو د خوشي کولو خبر هم ورکړی و.

نور خبرونه

رادیو