د طالبانو کډوالو چارو وزارت: نږدې درې سوه افغان کډوال په جبري ډول له پاکستانه راستانه شول

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۸

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تازه راستنو شویو کډوالو کې ۱۵ تنه بندیان او ۵ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو چې د شنبې په ورځ د تورخم او سپین بولدک له لارو په جبري ډول افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې تېره ورځ د (مرغومي اوومه) د تورخم له لارې له پاکستانه ۳۱ کورنۍ چې شمېر یې ۱۵۰ تنه وو په جبري راستنې شوې دي.

همدارنګه دغه وزارت لیکلي چې په همدې ورځ د کندهار د سپین بولدک له لارې هم ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۱ تنه وو له پاکستانه په جبري ډول راستنې شوې دي.

د طالبانو کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې له پاکستانه په جبري ډ‌ول د تېري ورځې په تازه راستنو شویو افغان کډوالو کې د ۱۵ تنو افغان بندیانو تر څنګ پنځه بې سرپرسته ماشومان بندیان هم شامل وو.

د کډوالو وزارت ویلي له پاکستانه په جبري ډول راستانه شوي یو شمېر کډوال یې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ، د کډوالۍ او خوړو نړیوالو سازمانونو ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پېژندلي دي.

نور خبرونه

رادیو