د طالبانو د سترې محکمې یو لوړپوړی چارواکی جلال الدین حقاني په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوی

د طالبانو د سترې محکمې د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغې ډلې د سترې محکمې د مرکزي تمیز د عامه امنیت دېوان مشر جلال الدین حقاني په غزني ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې هغه د کابل او کندهار پر لویه لاره د سفر پر مهال په رامنځ ته شوې ترافیکي پیښه کې وژل شوی دی.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي حقاني په تېرو شلو کلونو کې په بیلابیلو برخو کې د طالبانو لپاره نه ستړي کېدونکي “جهادي خدمتونه” کړي دي.

د طالبانو د سترې محکمې په اعلامیه کې د دغه طالب چارواکي په اړه نور معلومات نه دی ورکړل شوی.

په تیرو میاشتو کې، په جوزجان ولایت کې د نشه یي توکو د دریو شریکانو تر منځ د یوې لانجې وروسته، د طالبانو سترې محکمې له دغو دریو تنو یو پر دې محکوم کړ چې دوو نورو شریکانو ته "۳۲۰ کیلو ګرامه پاخه تریاک" ورکړي.

د طالبانو د سترې محکمې یو جګپوړی چارواکی جلال الدین حقاني دغه پریکړه لاسلیک کړې وه.

تر اوسه د کابل او کندهار پر لویه لاره په ترافیکي پیښو کې څو تنه طالب چارواکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.