د عاصم منیر د څرګندونو په اړه د بشري حقونو بنسټ وایي، طالبان د افغانستان له خلکو بېل دي
د بشري حقونو د فعالانو د یووالي بنسټ وايي، د پاکستان د لوی درستیز وروستیو څرګندونو چې «طالبانو ته یې کړې وې» د افغانستان د خلکو احساسات یې «زیانمن» کړي او د افغانستان خلک له طالبانو او د هغوی له فکر سره هیڅ ډول « تاریخي او معاصرې» اړیکې نه لري.
دغه بنسټ د عاصم منیر څرګندونې «نا مسووله وبللې.»
د بشري حقونو د فعالانو یووالي ټولنې په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې پاکستان د نورو دولتونو پرتله «د طالبانو په نامه د ترهګرې ډلې په پېژندنه کې تر نورو زیاته پوهه لري».
د دغه بنسټ په وینا، د افغانستان او پاکستان تر منځ «نږدې دوستانه اړیکې» د محمد اقبال لاهوري او خلیل الله خلیلي په شعرونو کې رانغاړل شوي او د بشري حقونو دغه نوی جوړ شوی بنسټ ډاډمن دی، چې د دواړو هېوادونو خلک به سره دغه تاریخي اړیکې له دې وروسته هم سره سمې پالي.
د بشري حقونو د فعالانو د یووالي بنسټ د پاکستان له بشري حقونو او مدني ټولنې څخه غوښتنه کوي، چې له افغانستان سره د راتلونکو تګلارو او د هغه هېواد له خلکو سره دې د تاریخي ورورګلوۍ پاللو ته پاملرنه وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې کېدای شي د پاکستان لوی درستیز د یو انسان په توګه تېروتنه کړې وي؛ خو خلک نه شي کولای د هغه څرګندونې هم بابیزه وګڼي.
د پاکستان لوی درستیز د چهارشنبې په ورځ د پوهنتونونو زدهکړیالانو ته ویلي و، چې د یوه پاکستاني ژوند ورته له ټول افغانستانه ارزښتناک دی.
عاصم منیر طالبانو ته غاښونه چیچلي و، چې «موږ چمتو یو هر څه قربان کړو، کله چې د پاکستان د خلکو د خوندیتوب خبره په منځ کې وي، (که اړتیا وه ) نو ټول افغانستان هم ورانولی شو.»
د پاکستان د لوی درستیز دغو څرګندونو د پخواني حکومت د چارواکو او سیاسي څېرو توند غبرګونونه له ځانه سره لرل؛ خو تر دې دمه طالبانو په رسمي بڼه په دې تړاو څه نه دي ویلي او چوپه خوله پاتې دي.