کاکړ: د افغان کډوالو اېستل سمه پرېکړه وه، راتلونکی حکومت دې هم همدغه تګلاره خپله کړي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۷

د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکر یو ځلې بیا د بې اسناده کډوالو پر اېستلو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې راتلونکی حکومت دې هم دغه لړۍ روانه وساتي.
ښاغلي کاکړ ویلي، هغه افغانان چې پاکستان ته راځي باید په ویزو راشي.

د پاکستان لومړي وزیر د جمعې په ورځ د دغه هېواد د یو خصوصي ټلویزیون سره چې د ټاکنو په اړه یې مرګه کوله وویل، داسې کوم هېواد به نه وي چې بهرنيان ورته بې پاسپورټه تګ راتګ وکړي.

د پاکستان د سما ټلویزیون د جمعې په ورځ د سلواغې په شپږمه راپور ورکړ، چې د پاکستان له پرېکړې وروسته تر دې مهاله ۴۷۵ زره او ۶۰۳ تنه افغانان له پاکستانه اېستل شوي دي.
د دغې رسنۍ د راپور له مخې چې د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو لړۍ د پخوا په څېر روانه ده.

د سما ټلویزیون له قوله د پنجشنبې په ورځ د سلواغې په پنځمه نېټه ۶۴۷ افغانان چې ۱۸۶ یې نارینه، ۱۴۵ یې ښځینه او ۳۱۶ یې ماشومان وو له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د پاکستان حکومت د تلې په یوولسمه بې اسناده کډوالو ته یوه میاشت وخت وټاکه، چې د لړم تر لسمې نېټې دې له دغه هېواده ووځي، له هغې وروسته پاکستان د کډوالو د لټې لپاره کوراکور پلټنې پیل کړې چې ډېر افغانان یې تر نیولو وروسته واېستل.
که څه هم چې د پاکستان دغه ګام په نړۍواله کچه وغندل شو؛ خو دغه هېواد د کډوالو اېستلو لړۍ تر اوسه د پخوا په شان جاري ساتلې.

نور خبرونه

رادیو