د عاصم منیر له توندو خبرو وروسته په اسلام اباد کې د افغانانو نیونې او شړنې زیاتې شوې دي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۷

په اسلام اباد کې دېره افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې په وروستیو دوو ورځو کې ګڼ افغان کډوال نیول شوي، یو شمېر یې له تورخمه اړول شوي او پاتې نور یې لا هم په زندانونو کې بې برخلیکه پراته دي.

په تېرو دوو ورځو کې د اسلام اباد په بي ۱۷، اېف ۱۷، بارکهو او ځینو نورو هغو سیمو کې چې ګڼ افغانان مېشت دي پلټنې زیاتې شوې او هغه افغانان چې د ویزو موده یې پوره شوې، نېول شوي او زندانونو ته استول شوي دي.


پولیسو هغو افغانانو ته هم ګوت څنډنه کړې، چې د هغوی په ویزو کې کمه موده پاتې ده، هغوی ته ویل شوي که ژر تر ژره خپلې ویزې تمدید نه کړي؛ نو له دغه هېواده به په زوره وشړل شي.
خو په اسلام اباد کې افغان کډوال وايي، چې دوی د نویو ویزو له پاره لا له وړاندې غوښتنلیکونه سپارلي؛ خو نه یې څوک د ویزو وخت غځوي او نه هم ورته ویزی مستردوي.

د زاهد په نامه افغان کډوال چې د اسلام اباد له بي ۱۷ ښارکوټي څخه دوه ورځې وړاندې نیول شوی و او بیا د بډو په ورکولو خوشې شوی افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: « ما له نن څخه څلور میاشتې وړاندې د ویزې د تمدید لپاره غوښتنلیک وړاندې کړی؛ خو ما ته نه چا ویزه تمدید کړې او نه هم د رد ځواب راغلی. موږ په دې کې هېڅ ګناه نه لرو، دا د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت ذمه واري ده چې په خپل وخت موږ ته ویزې راکړي، موږ یې پیسې هم بانک ته تحویل کړې موږ نه پوهېږو چې څه وکړو.»
محمد امان هغه بل کډوال دی، چې وايي د ویزې د تمدېدولو له پاره یې شپږ میاشتې انتظار کښلی؛ خو تر اوسه یې دغه تمه نه ده پوره شوې:« هر څه چې کوو د ویزرو برخلیک مو نه مالومېږي. ځیني را ته وايي کمېشنکار ته باید پیسې ورکړې، چې ویزه درته تمدید کړي زما د کورنۍ اته تنه غړي دي، د هر کس پر سر ۲۵ زره پاکستانۍ کلدارې غواړي زه خو د دې وس نه لرم.»
که څه هم چې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ له تېرو څو میاشتو پیل شوې؛ خو د دغه هېواد د لوی درستیز د وروستي دریځ څخه وروسته دغه لړۍ چټکه شوې.

په هغو تېرو میاشتو کې لسګونه زره افغانان له دغه هېواده اېستل شوي وو؛ خو په دې وروستیو کې بیا دغه چاره یو څه سړه شوې وه، کله چې د عاصم منیر دغه څرکندونې رسنیو ته راووتې له هغه وروسته یو ځلې بیا په اسلام اباد کې پولیسو د افغان کډوالو کورونه په نښه کړل او په ګڼ شمېر کې یې ونیول او زندانونو ته یې واستول.


جنرال عاصم منیر په بې مخینې توګه د افغانستان په تړاو د اسلام اباد د دولتي او خصوصي پوهنتونونو زده‌کړیالانو ته داسې څرګندونې وکړې، چې تر ده وړاندې بل پاکستاني چارواکي نه وې کړې.

هغه په ډاګه له دې خبرې پلو پورته کړ، چې د یوه پاکستاني له سره ټول افغانستان هم قربانولی شي او یا یې په کنډواله بدلولای شي.
له کله نه چې طالبان د دویم ځل لپاره په افغانستان کې د واک تر ګدۍ ورسول شول، پاکستاني چارواکو به تل په کور د ننه او بهر په نړۍوالو دریځونو کې له طالبانو ملاتړ په ډاګه کاوه؛ خو له هغه مهاله چې د پاکستاني طالبانو تحریک په دغه هېواد کې پوځي او امنیتي ځواکونه به نښه کړل او ورسره د تاوتریخوالي نوې څپه پیل شوه، نو په ظاهره د دواړو هېوادونو تر منځ ناندرې زیاتې شوې چې اوس یې زور له بې‌وزله کډوالو اېستل کېږي.

نور خبرونه

رادیو