طالبان: تېره یوه میاشت کې له پاکستانه تر ۷ زرو زیات کډوال د سپين بولدک له لارې راستانه شول

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۷

د کندهار د سپين بولدک د ثبت او معلوماتو ادارې د راپور له مخې، یو زر او ۴۲۱ کورنۍ چې ټولټال ۷ زره او ۵۳۵ کسان کېږي او ۳۰۵ نور د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ازاد شوي وو، د ۳۵ ورځو په ترڅ کې له پاکستانه راستانه ‏شول.

له بلې خوا دغه وزارت خبر ورکړی، چې له ایرانه تر زرو زیات کډوال په خپله خوښه هېواد ته راستانه شول.

‏دغه وزارت وایي، په ايران کې مېشت ۴۸۱ افغانان د سلواغې پر ۶مه نېټه د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.

‏د هرات د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۱۳۵ تنه یې اړمن وپېژندل شول او ‏د مرستو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول.

دغه وزارت زیاته کړې، چې ۳۶ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچایلډ (جکړه ځپلو ماشومانو) ادارې ته ور وپېژندل شول.

د یوه بل خبر له مخې، ‏۲۶۳ افغان کډوال د سلواغې پر ۶مه نېټه په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول.

د تورخم د سرحدي امریت د راپور له مخې، ۴۰ کورنۍ چې ټولټال ۱۹۱ کسان کېږي په جبري توګه له پاکستانه راستنې شوې دي.
له بلې خوا تېره ورځ پاکستانۍ رسنیو د دغه هېواد د اړوندو ادارو د شمېرو له مخې خبر ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۲۵مې نیټې له پاکستانه د ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر ۴۷۵۶۰۳ ته رسېدلی او د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

نور خبرونه

رادیو